راپور: موصل کې د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې ملکي خلکو ته دروند زیان اوښتی و

په هغه راپور کې چې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون خپور کړی راغلي چې د مارچ میاشتې په ۱۷ د عراق په موصل ښار کې د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په بمبار کې ۱۰۱ تنه ملکي وکړي وژل شوي.
په هغو څیړنو کې چې امریکایي پوځ تر سره کړي دي ویل شوي دي چې یاده پېښه د هوایي برید له امله رامینځ ته شوې چې په یوه ساختمان کې د چاودنې او د نړیدلو له امله یې ملکي وګړي ووژل شول.
دوی ادعا کړې ده چې یاده پیښه قصدي نه وه.
موصل د داعش له اصلي مرکزونو څخه و چې د عراق پوځ له لوري پکې پوځي پراخ عملیات جریان لري او لویه برخه یې له داعش څخه نیول شوې ده.