
د پاکستان پوځي چارواکو ادعا کړې ده چې د هند عسکر په کشمیر کې د دواړو هیوادونو تر مینځ په لانجمنه پوله کې د ملګرو ملتونو پر پلاوي ډزې کړي دي.
یاد پلاوی د نوموړې سرحدي سیمې لیدلو ته پرون ورغلی و تر څو د اوربند څخه د سرغړاوي په هکله راپور ثبت کړي.
پاکستانیان وايي چې پلاوي ته کوم زیان نه دی اوښتی.
هند په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.