په سوریه کې ۶ تنه ایراني سرتېري وژل شوي دي

د ایراني رسنیو له خولې د ایران سپاه پاسداران شپږ تنه سرتېرو جنازې یاد هیواد ته رسیدلي دي.
نوموړي سرتیري د بشار اسد د مخالفینو سره په جګړه کې وژل شوي دي چې پرون د ایران قم ښار کې خاورو ته سپارل شوي دي.
په سوریه کې د وژل شوو ایراني پوځیانو شمېر له ۲۲۰۰ تنو اوړي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران پر خپلو سرتېرو سربېره یو شمېر افغان او پاکستاني کډوال هم د سوریې جګړې ته لیږي چې سلګونه تنه یې وژل شوي او په ایران کې خاورو ته سپاره شوي.