منچستر کې برید کوونکی په سوریه کې د داعش سرتیری و

د فرانسې کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د انګلستان منچستر کې ځانمرګی برید کوونکی پخوا په سوریه کې د داعش په لیکو کې جنګیدلی و.
د فرانسې کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې ۲۳ کلن سلمان عبیدي پخوا په سوریه کې د داعش په ګټه جګړیدلی و.
جرارد کولمب زیاته کړې چې نوموړی لیبي الاصله انګلیسي و چې چې ګومان کیږي په لیبیا کې هم د داعش په ګټه جنګیدلی وي.
نوموړی له برید څخه څو ورځې مخکې له لیبیا څخه راګرځیدلی و.
سلمان په منچستر کې پیدا او همالته لوی شوی و.
سلمان عبیدي د انګلستان په منچستر کې د یوه کنسرت پر مهال ځانمرګی برید وکړ چې ۲۲ تنه پکې ووژل شول او ۶۰ تنه پکې ټپیان شول.