د ماشوم په روزنه کې ځيني اړین ټکي

۱ـ ماشوم ته مو مه وایی، چې په دېوال خط مه کاږه، بلکې ووایی په پاڼه یا ورقه کې یې ولیکه بیا به یې په ګډه په دېوال سرېښ کړو.
۲ـ مه وایی پاڅه خپله نامنظمه ګوټه دې پاکه او منظمه کړه، بلکې ووایی خوښېږي دې، چې په ګډه یې منظمه او پاکه کړو ځکه زه پوهېږم ستا نظم ډېر خوښېږي.
۳ـ مه وایی لوبه دې پای ته ورسوه او خپل درس دې ووایه ځکه درس ویل اړین دی، بلکې ووایی که خپل درسونه دې په سمه توګه پای ته ورسوې، نو په ګډه به لوبه وکړو.
۴ـ زموږ هر حرکت او هره خبرې دې خپلو ماشومانو په شخصیت ژوره اغېزه لرلای شي.
۵ـ زموږ د ماشومانو چلند او کړنې زموږ د کړنو انعکاس دی.
۶ـ تل خپل ماشومان په ښکلو نومونو لکه: ګرانه، محترمه زما پرېښتې، زما ګرانې او داسې نورو نومونو یاودئ.
۷ـ لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل خپل ماشوم ته دغه غونډله یا جمله وایه: زما ګرانه، زما ګرانې زه ستا په شتون ویاړم.
۸ـ خپل ماشوم ته مو له یوه مېلمه څخه ډېره احترام کوئ او د هغه شخصیت ته ارزښت ورکړئ.
۹ـ په ماشوم باندې مو اعتماد وکړی، هر هغه څه، چې تاسې یې نه خوښوئ ترڅو هېڅکله یې ترسره نه کړي.
۱۰ـ له هر څه نه مخکې له خپلې مېرمنې سره مو د ماشوم په روزنه کې اختلافات له منځه یوسئ.
۱۱ـ د خپل ماشوم سره د غږېدو لپاره ډېر وخت ځانګړی کړئ او له خپل اووه کلن ماشوم څخه مو لږ لرې اوسی.
۱۲ـ د خپل ماشوم په مخکې مو له مېرمنې سره د ښې اړیکې او ښه چلند ښکارندویي کوئ.
۱۳ـ د خپلو ماشومانو سره مو د زړه له تلې مینه کوی او خپله مینه تل ورته څرګندوئ.
۱۴ـ له درې کلنی وروسته د ماشوم مسولیتونه مو هغه ته لږ لږ وسپارئ.
۱۵ـ هڅه وکړئ خپله اړیکه او د کورنۍ اړیکه مو له الله ج سره ډېره پیاوړې کړئ، ځکه ستاسو ماشومان به ښه دیندار او د ښې ګروهې یا عقیدې خاوندان شي.
۱۶ـ د خپلو ماشومانو تېروتنې مو وبخښئ او هغه ته د اصلاح لپاره یو فرصت ورکړی او د اسرارو محرم یې و اوسئ، حتی ځینې وخت د تېروتنې فرصت ورکړئ.
۱۷ـ هره ورځ له خپل ماشوم سره لوبې کوئ او ځینې وخت په لوبو کې ډېر وخاندی.
۱۸ـ ځینې ټاکلې ورځې له خپل ماشوم سره د پلي تګ لپاره ځانګړې کړئ.