تر ټولو پیاوړي استعدادونه مو وپېژنئ!

تر ډېره ویلای شو، چې تر ټولو پیاوړی استعداد مو د بڼې ورکولو وړتیا ده. د ژوند ټول پرمختګونه ستاسو د ذهني انځور له پرمختګ څخه پیل کېږي.
هر چېرې او چېرته، چې اوس مهال یاست د هغه انځور پایلې مو دي، چې همدا اوس ستاسو په هوښیار ذهن کې خوندي دي.
همدا، چې ستاسو ذهني انځور له داخل څخه بدلون وکړي، بهرنۍ نړۍ به مو هم له دغه انځور سره په بدلون او برابرېدو پیل وکړي.
بڼه ورکول د جاذبې قوه فعالوي، د وګړو، ځایونو او د هغو زېرمو د جذب لامل ګرځي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ورته اړتیا لرئ. بڼه ورکول د دې تر څنګ د برابرولو قانون فعالوي، چې په یو ډول وایي « له دیګ څخه هغه څه راوزي، چې پکې دي» کله، چې خپل ذهني انځور ته له داخل څخه بدلون ورکړئ ستاسو بهرنۍ یا خارجي نړۍ به د هېندارې په ډول دغه بدلونونه عکس کړي هماغسې د هر څه په اړه، چې ډېری وخت فکر وکړئ، په پای کې به هماغه شئ، چې هر څه ته ډېری وخت یوه بڼه ورکوئ.
وین دایر وایي: په هر څه، چې باور وکړئ په سترګو به یې ووینئ.
جېم کتکارت هم وایي: هغه څوک، چې وینی هماغه کس دی، چې تاسې به شئ، خو دنیس وایتلي وایي: ستاسو ذهني انځور ستاسو د راتلونکې لپاره هماغه لید لوري او جاذبې دي.
آلبرت انشتین ویلي: بڼه ورکول له واقعیتونو څخه اړین دي.
ناپلیون بناپارت ویلي: ذهني انځور نړۍ ته بڼه ورکوي.
ناپلیون هېل هم ویلي: هر څه، چې د انسان ذهن لپاره د انګېرلو او منلو وړ وي، د لاسته راوړلو وړ هم دي.
او د دې تر څنګ د پیاوړو استعدادنو روزل ستاسو د پیاوړتیا لامل هم ګرځي.