نوښت یوه پنځیزه یا طبیعي وړتیا ده !

په دریو او پینځه کلنو ماشومانو باندې د ځیرکۍ او هوښیارۍ ازمویښتونه تر سره شوي او دا یې څرګنده کړې، چې دغه ماشومان د ۹۵ سلنه لوړ او پیاوړي نوښت درلودونکي دي.
د همدې ازمویښت بیاځلي ازمویل په همدغه ماشومانو باندې، خو د ځوانۍ په موسم کې یې دا ښودلې، چې یوزاې پينځه سلنه یې په خپل هغه پخواني حالت یعنې؛ د ښه او پياوړلي نوښت درلودونکي پاتې شوي دي.
پدې تېره موده کې د دوی پر سر څه راغلي او تېر شوي دي!؟
دوی د ښوونځي او مدرسې د کلونو په اوږدو کې زده کړي، چې ځان د خپلې ټولنې په رنګ او برابر کړي. دوی زده کړي تر څو له خپلو ښوونکو سره په کواښ او د ځینو اندونو له مخې ورسره په ټکر کې رانشي او ډډه ترې وکړي.
دوی د دې لپاره، چې نور ورسره مینه ولري خپل نوښت او ابتکار یې په ځان کې وژلی او د یو وېروونکي بم په څېر یې بدلون ورکړی دئ.
له نیکه مرغه نوښت یوه پنځیزه یا طبیعي وړتیا ده، چې تر ډېره ټول انسانان یې درلودونکي دي، دغه وړتیا د الله ج ورکړه ده او یو څه اندازه ستاسو ژنیتیک جوړښت پورې هم اړه لري، چې یوازې انسانانو ته ورکړل شوې ده.
ټول انسانان نوښتګر دي، ۹۵ سلنه یې د دې وړتیا لري که په سختو حالاتو کې هم ښکېل شي نو په ډېره ښه او مناسبه توګه کولای شي حالات په خپله خوښه د ځان لپاره جوړ کړي.