بریتانیا کې د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستي

د انګلستان په منچستر کې د نني برید مسوولیت داعش ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستی دی.
په یاد برید کې شل کسان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د انګلستان لومړۍ وزیرې ټېریزا مې یاد برید بزدلانه بللی دی.
ویلي کیږي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
یاد برید په داسې حال کې تر سره شو چې د یوې امریکايۍ سندرغاړې د کنسرت لپاره زرګونه خلک په راټول شوي وو.