
ګودرخپرندويه ټولنه چې په جلال ابادښارله مخکښوکتاب خپرونکوټولنوڅخه ده اودګودرکتابتون ترڅنګ دمينې پښتومجله هم خپروي داځل يې هم دمينې سره يوځاى يوشمېراثارخپاره کړي دي چې لوستونکواودکتاب مينه والوته به يې په لنډډول ورمعرفي کړو
1. مينه مجله : مينه دګودرکتابتون له خواخپرېدنکې مجله ده چې دپياوړي شاعرعزت الله ځواب په مسوليت خپرېږي دمينې داتم کا ل څلوېښتمه ګڼه يې تازه خپره شوې ده اوورسره ددغه هنري اومعلوماتي مجلې عمرهم اتوکالوته ورسېده دمينې څلوېښتمه ګڼه هم په بېلابېلومطالبوښکلې ده چې ترټولودپام وړپه کې دپخواني لوى څارنوال سره عبدالجبارثابت سره مرکه ، دکرکټ دلوبغاړي نوروزمنګل سره خبرې اونورګڼ مطالب راغلي چې ډېرى برخه يې مرکې دي اوټول ١١٢مخونه لري ددې ګڼې په سرليکنه کې راغلي دي مينه دچلوونکودپرلپسې هڅوپه برکت اته کلنه شوه اودولس رنګ په خپلولويې دومره مينه وال پيداکړل چې ډاډاوشاباسي يې ترڅلوېښتمې گڼې راورسوله
2. حوره : دادپښتوژبې دځوان ليکوال محمداصف عمرنوى ناول د ى چې په ښکلې قطعه اوصحافت اوښکلې پوښتۍ په ٧٦مخونوکې خپورشوى دى چې کيسه يې په زړه پور ې اوتلوسې نه ډکه ده دياد ونې وړده چې حوره دليکوال څلورم ناول دى اوتيراژيې ٢٠٠٠دى
3. دزندان دتمبوشاته : داپه مينه کې دهغه بېلابېلوکيسوټولګه ده چې بېلابېلوليکوالودښځوپه ژوندليکلي دي دغه کتاب چې ټو ل ټال ٨٣مخونه لري دګودردځوان اوپياوړي کمپوزرصادق الله صادق له خواټولې شوې دي چې ليکنې اوژباړي ټولې په کې شاملې دي داسې کيسې اوګزارشونه هم شته چې داستاني تنده خړوبوي اوترتيبوونکي يې ورنه اغېزمن شوى دى اودوه زره ټوکه تيراژلري
4. دژوندلوبه : داددغه په زړه پورې ناول دويم چاپ دى چې لومړۍ ځل ګودرخپرندويې ټولنې په ١٣٨٧کال کې خپورکړى وو اودکيسې دخوږ والي اودافغاني ټولنې سره ورته والى په سبب په کتابتونونوکې خلاص شو اودهغوى دغوښتنوپه سبب ګودرخپرندويې ټولنې بياد١٠٠٠ټوکوپه شمېره خپورکړى دى دغه ناول ليکوا ل ګل رحمن رحماني په خوږه پښتوژباړلى دى دغه ناول ټول ټال ١٥٢مخونه لري دکتاب مينه وال کولى شي چې دغه اونورورته په زړه پورې کتابونه دګودرکتابتون اودهېوادله مشهوروکتابتونوڅخه په وړبيه ترلاسه کړي
روهي وېبپاڼه په پاى کې ددغه اثاروليکوالوته مبارکي وايي اوګودرته دتاندژوندهيله کوي