
د انګلستان پولیس وايي چې یاد هیواد په منچسټر کې د چاودنې له امله نولس تنه وژل شوي او د پنځوسو تنو څخه زیات ټپیان شوي دي.
یاده اداره وايي چې د پیښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دی.
عیني شاهدان وايي چې دا ډېره سخته چاودنه وه، خلک ویریدلي وو، چیغې او منډې یې وهلې.
په کنسرت کې امریکایي سندرغاړې اریانه ګرانډ سنیدرې ویلې چې چاودنه رامینځ ته شوه.
ویل کیږي چې یاده سندرغاړې له پېښې روغه وتلې ده.