پاکستاني رسنیو ویلي دي چې ایران د پاکستان په خاوره ۵ راکټونه وار کړي

د پاکستان رسنیو خبر ورکړی دی چې ایران د پاکستان بلوچستان ایالت د چاقای په سیمه ۵ راکټونه وار کړي دي.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې د ایران نظامي هیئت پاکستان ته تللی دی.
نږدې موده مخکې ایران ګواښ کړی و چې د ترهګرو پر وړاندې به په پاکستان کې نظامي عملیات وکړي چې له دې سره سم یو ځل پخوا هم پر پاکستان د ایراني راکټونو د توغولو خبر خپور شوی و.