روسیه سوریې ته ۶۰ زره مسلمان سرتېري لیږي

مسکو به سوریې ته د شمالي قفقاز جمهوریتونو ۶۰ زره سني مسلمان سرتیرې سوریې ته د جګړې لپاره ولیږي.
د یادو سرتیرو لومړۍ ډله او سمهال د سوریې په حلب کې ده او د پولیسو په توګه دندې تر سره کوي.
په سوریه کې د روسي سرتېرو شمېر محدود دی خو په دې وروستیو دا د روسیې نوی تکتیک دی چې یو زیات شمېر سني مسلمان سرتیري د بشار اسد د ملاتړ لپاره لیږي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د سوریې دولت له مخالفینو څخه ملاتړ کوي او یاد هیواد د روسیې او امریکې د سیالیو ډګر ګرځیدلی.