په لوګر کې دسنځل ګل دودیزه مشاعره ولمانځل شوه


دسنځل ګل یوولسمه دودیزه مشاعره په داسې حال کې ولمانځل شوه، چې دلوګر سیمه دسنځلو په ګلونو ښکلې او عطرینه شوې ده. یاده مشاعره دغويي په ۲۸ مه دولایت مقام په انګړ کې دلوګردمقام اوداطلاعاتواوفرهنګ ریاست لخوا د (دسولې سندره) ترسرلیک لاندې جوړه شوې وه. چې دلوګر والي محمدحلیم فدایي په ګډون، دلوګراودهیواد دبیلابیلوولایتونو؛ شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، ژورنالیستانواوګڼ شمیرد مشاعرې مینوالو، دلوګر دځیني ادارو رئیسانو، دلوګرداطلاعاتواوفرهنګ رئیس محمدشفیق پوپل او ددې ادارې کارکوونکو په یاده مشاعرې کې برخه اخیستې وه.
دقران عظیم الشان دتلاوت اودملي سرود دخپریدو وروسته دقومونو اوقبایلو چارو رییس عبدالرحمن تسل ټولو راغلوګډونوالوته دښه راغلاست ویلو ترڅنګ دسنځل ګل مشاعرې په اړه خبرې او معلومات يې خلکو ته وړاندې کړل.
وروسته دهیواد ګڼ شمیر ولایتونو او دلوګر ولایت شاعرانو لکه مستري زلمی ستانکزی، سیدجیلاني جیلان، قاسم رجاء، فضل الرحمن پاڅون، محمدنذیر زاهد، پښتونیار، دین محمد درویش، اسدالله غالب، محمدظاهر صدیقي، داود تپان او نورو... خپل شعرونه چې دلوګر او دسنځل دګلونو په اړه توصیف او همدارنګه دسولې، ملي یوالې، ملي پخلاینې، دامنیت ټینګښت او د وروري فضاء کې ژوند کولو پیغام يي درلود، دمشاعرې ګډونوالوته زمزمه او دمشاعرې ګډونوالوله خوا شاعران دلاسونوپه پړکا نورهم هڅول کیدل.
هریوو شاعر دخپلو شعرونو په کرښو کې جنګ او جګړو ته دپای ټکی دایښودو ځانګړي پیغامونه پکې ځای پرځای کړي ؤ او مینوالوته يې په نرمه ژبه آورول کیده.
فضل الرحمن پاڅون د خپل غزل په یوه برخه کې پاکستان دافغانستان په کورنۍ چارو کې مداخله کوونکی هیواد وګڼل او په ټولو افغانانو يې غږ وکړ، چې دیوالي لاسونه یوبل ته ورکړي او په هیواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.
دسنځل ګل په دودیزه مشاعره کې دنجونو له ډلې څخه بصیره ستانکزۍ ترتیب کړې شعر ولوستل، چې مفهوم يې سوله دهیواد لپاره اړین او مهم کار وباله او تاکید يې وکړ، چې ټول هیوادوال سولې ته ژمن ووسئ او ځوانان دزده کړو ترڅنګ خلکو ته دهیواد دآبادۍ او ترقۍ ذهنتونه ورکړي.
یوبل تن شاعر؛ دین محمد درویش د لوګر اوسنځل ګل توصیف يې په شعر کې کړي ؤ هم ولوستل، درویش د رسنیو په مسؤلینو غږ وکړ، چې کوښښ په دې وشي، چې نور د خبر په سرلیکونو کې د وژلو، ویجاړیو او ترور خبرونو پرځای د سوکالۍ، آبادۍ او پرمختګ سرلیکونه خپاره شي او دغې موخې ته هله افغان رسیدلی شي، ترڅو په خپلو منځو کې سره یو او دجګړو څخه لاس پر سر شي.
په یاده مشاعره کې دلوګر دبیلابیلو نارینه اوښځینه ښوونځیو دترانې ټیمونو خپلې ترانې ولوستلې.
دشعر او شاعري لړۍ وروسته داطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست وزیر محمد رسول باوري پیغام دلوګرداطلاعاتواوفرهنګ رییس محمدشفیق پوپل لخوا ولوستل شو. دپیغام په یوه څنډه کې وزیر خوښي څرګنده کړې وه، چې په لوګر کې دسنځل ګل مشاعره دسولې ترسرلیک لاندې لمانځل کیږي، ده له خلکو څخه غوښتنه کړې وه، چې دهیواد فرهنګي اړخونو او فرهنګي چارو په ساتنه کې لا زیاتو هڅوته دوام او ساتنه يې وکړي.
دلوګروالي محمدحلیم فدايي داطلاعاتواوفرهنګ ریاست، دسنځل ګل مشاعرې له کمیسیون او له ټولو اړونده ادارو چې دمشاعرې په جوړولو کې هلې ځلې کړې وې، مننه او قدرداني وکړه.
یاده مشاعره دسهار په نهوبجوپیل او دماسپښین دلمانځه تروخته دوام وکړه .
هیره دنه وي، چې دسنځل ګل په دودیزه مشاعره کې لاسي جوړونې (لاسي صنایع) ، دکتابونو نندارتون هم نندارې ته وړاندې شوي ؤ.