لوګرعامه کتابتون ته  د کتابونه ډالۍ

دلوګریوتن فرهنګپال ځوان  اجمل «امیري »  دغويي  په ۲۳مه  پنځلس ټوکه بیلابیل کتابونه دلوګرداطلاعاتواوفرهنګ ریاست  عامه کتابتون ته    ډالۍ کړل.
دکتابونو د ډالۍ کولو پرمهال دفرهنګ او ګرځندوی آمر جمعه الدین «درانی»، داطلاعاتو آمر امین الله «صفا»او دعامه کتابتون مدیر عبدالاحمد «فیضي»  هم ګډون درلود.
ښاغلي امیري دخبروپه لړکې دعامه کتابتون مدیر ته څرګنده کړه، چې دکتاب لوستلو  دفرهنګ په وده او بډایه کولو کې دهر و ګړي  دنده ده، چې  له عامه کتابتون سره دکتابونو مرسته  ترسره کړي، ترڅو په ټولنیزو شبکو روږدي  ځوانان کتاب لوستلو ته مخه کړي.
امیري  وویل: په لوګر کې شته ملي او سیمه ئيز سوداګر کولي شي، چې د کتابتون په بډایه کولو کې له هر ډول مرستو څخه ځان ونه سپموي او عامه کتابتون ته کتابونه ډالۍ کړي.
دعامه کتابتون مشر عبدالاحمد فیضي؛  ددې ځوان سپیڅلې احساسات یونیک ګام  دکتاب دلوست دفرهنګ په  وده   او دکتابتون په بډایه کولو کې وباله .
فیضي دنوموړي  ځوان څخه  مننه اوقدرداني و کړه او زیاته يې  کړه، چې لوګردتاریخ په اوږدوکې سترفرهنګي اوتاریخي بهیر لري، چې هرلوګري ته پکار ده، ددې  ولایت تاریخ دعلم او پوهې په ډګر کې لا ژوندی وساتي  او  هراز؛  ورته  ډالۍ  دکتاب لوستلو  دفرهنګ  په غښتلتیا کې ترسره کړي.
دیادولو وړ ده، چې له دې مخکې هم ډیرشمیر لوګري فرهنګپالو ځوانانو عامه کتابتون  ته کتابونه ډالۍ کړي دي.