دپسرلي پیل او دافغانانو هیلې

کال تیر شو، سړه هوا دګرمې خواته زورکوي، دانسانانو او د هوا د مرغانو له پاره پسرلی د طبیعت ښکلی موسم او دښکلا منظره ده چې زمونږ زیارکښ بزګران په دې زینتي موسم کې د خپلو کروندو او کرکیلې لپاره منظم پلان جوړوي او دکال په پای کې د پلان پایله ترلاسه کوي. ځکه دکال پیل ته نه یوازې بزګران لیوال دي، بلکې هروګړی که دنده لري او یا بې روزګاره وي، دخپل ژوند پرمخوړلو کې دځانګړي پلان درلودونکي دي اوکه له ځینو کسانو سره د ژوندانه په چارو کې پلان نه وي، ګویا په خوب بیده او د هیواد په درد نه خوړونکي کسان به وي. په هر کار کې تصمیم اوپلان درلودل انسانان دبریالیتوب لوړو موخوته رسوي.
تیرکال چې په ناامنیو او همدا رنګه په سوله ئیزو ناندریو کې تیرشو، نن هر افغان له دولته هیله او غوښتنه لري، چې نور افغانان بې وسې شوي، د ځورولو او کړیدلو توان نه لري، دنوي کال په لومړیو او د پیلیدو په موسم کې دسولې ګونګه پروسه دې په رښتیني ډول څرګنده او سوله دې په ټول هیواد کې ډاډمنه او تامین کړي.
بیاهم افغانان په نوې کال کې هیلې لري او وايي :دولت چې د تیر کال ترخې تجربې ترلاسه کړې، نو کیدای شي ددې کال لپاره حکومت د ټول ځواک او واک په وړتیا هیوادوالوته دا ثابته کړي چې رښتیا هم ولس ته کوم خدمت چې په پام کې يې درلود او هغسې لکه چې شوی وای، نه دي شوي؛ اوس نو باید دعملیاتي او ستراتیژیکي پلان د عملي کولوبڼه خلکو ته وښايي چې هم دولس په ګټه تمام شي او هم دامنیت په راوستو او د بې روزګاره کسانو لپاره د کارکولو چانس په پام کې ونیول شي تر څو چې ددې کړنو لومړیتوبونه- دوسله والوډلو سره جوړجاړی، په ټول هیواد کې د تل پاتې سولې ټینګښت، پرمختییايي اوبنسټیزې پروژې په کاراچول، زمونږ بې روزګاره ځوانانوته د کارکولو زمینه برابریدل، داداري فساد مخه نیول او همدارنګه د دولتي اداروپه چوکاټ کې د روابطو ځای پر لیاقت، استعداد او فکري وړتیا باندې بدلول داهغه کړنې دي چې که چیرته دولت لازم تدابیر ورته په پام کې ونیسي اودعملي کیدو پلان یې سم وسنجوي، نو دهیوادڅخه به ژر ترژره د بدبختۍ غوړیدلی ټغر ټول اوځای به يې د وحدت او د ملي یوالې ټغر ونیسي.
ولس ته هم لازم ګڼو چې د پسرلي په ښکلې موسم کې خپلو هیوادوالو ته د خدمت او د دهیواد په آبادولو، سمسورلو اودنیالګیو په کینولو کې فعاله ونډه واخلي، ځکه نیالګي دطبیعت ښکلا ته زرغون رنګ ورکوي او اودراتلونکي نسل لپاره زمونږ دلاس نښه پاتې اوثواب يې همدغه کسانوته رسیږي.
نو راځئ چې دپسرلي په موسم کې ځانګړې کاري پلانونه جوړ کړو. که دولت وي اوکه ولس دواړه په ګډه اوهیوادوالوته اوږه په اوږه کار وکړي او د هیواد په سمسورونې او روغونې کې اوچت ګامونه واخلي، نو بیا به خپلو هغو هیلوته چې یادونه یې وشوه په چټکۍ سره ورسیږو او د یوتل پاتې اوډاډمن افغانستان د در لودو شاهدان ووسو. انشالله
شیرمحمد «امیني» ستانکزی