په کابل کې د ميرمنو لپاره لومړنۍ د موډ او فیشن مجله

د لومړي ځل لپاره په کابل کې د ميرمنو د موډ او فیشن مجله د يو شمېر نجونو هڅه او د فتانه حسن زاده په مدیريت را ووځي او د امتیاز خاوند يې د «روشنا» شرکت دی.
د دغه مجلې نوم «ګلاره» کردي کلمه ده، چې د سترګو کسي ته وايي، چې د داسې نوم ټاکل به څومره غوره وي.
د مجلې مسووله مديره ميرمن فتانه حسن زاده استدلال کوي:«موږ وليدل چې په وروستیو کلونو کې يو شمېر کردي میرمنو وسله واخیستله او د داعش پر وړاندې يې جګړه پيل کړه. موږ د ګلاره نوم ځکه غوره کړ، چې د داعش پر وړاندې د مبارزينو ستاينه مو کړي وي. مانا يې د سترګو کسی دی،چې هم ښایسته دی او ښایست لیدلی شي.»
ښکاري، چې زموږ د موډ او فیشن مجلو تړاو هم له سیاست سره دی او که دا یوه وسیله ده.