
د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ او د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز، تیره ورځ د ریاض په یمامه مانۍ کې، د ۲۸۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
ويل کيږي، چې د دغو تړونونو تر لاسلیک وروسته به په سلګونو زره کسانو ته په دواړه هېوادونو کې د کار زمينه هم مساعده شي.
د یادونې ده، چې ټرمپ واکمنۍ ته تر رسیدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر له سعودي عربستان نه پیل کړ.