حوثیانو ریاض ته د ټرمپ د سفر پر مهال په دغه ښار بالستیک توغندی توغولی

د روسیې خبري آژانس ویلي دي چې سعودي ته د ټرمپ د سفر پر مهال د یمن حوثي یاغیانو پر ریاض لېرې واتن ویشتونکی توغندی توغولی دی چې د ریاض په لویدیځ کې د ۱۸۰ کیلومتره په فاصله لګیدلی دی.
د توغندي لګیدلو پرمهال د امریکا ولسمشر په ریاض کې و.
یاد خبر د العالم او فرانسې خبري آژانس هم خپور کړی دی.