دښاغلي بازمحمدعابدصاحب دغزل په اقتفا
چې وايي :
نن راته يوچاغاړه راكړېــــــــــــــــــــــــــده
اه :ټولې دنياغاړه راكړېــــــــــــــــــــــــده
نن چې پرې لونګ له نازه ټال وهــــــي
تاراته همداغاړه راكړېـــــــــــــــــــــــــــده
************************************************
نن وړې ليــــلاراته خنـــــــــــــــــــــــــــــــــدلــي دي
اه ټولې دنياراته خنــــــدلـــــــــــــــــــــــــــــــــي دي
مابه چې وروكتـــــــــــــل غوصـــــــــــــــــــــه به وه
نن خويې پخلاراته خندلــــــــــــــــــــــــــــــــــي دي
هغه چې پرون به رانه لرې تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــله
نن هغې ترخواراته خنــــدلــــــــــــــــــــــــــــــي دي
زه خويې حيران ښكلي رخســــــــــــــــــــــارته يم
زلفويې په ملاراته خندلـــــــــــــــــــــــــــــــــــي دي
اى ګودره هروخت به دې ســــــــــــــــــــــــــــتايمه
ستاغېږكې ليلاراته خندلــــــــــــــــــــــــــــــي دي
ستازړه كې منګى چې يې غوپه كــــــــــــــــــړلو
ستاشور اوههاراته خندلـــــــــــــــــــــــــــــــــي دي
وايي چې به نوره زه خفه نشـــــــــــــــــــــــــــــــــــــم
داچې شيخه تاراته خندلـــــــــــــــــــــــــــــــــي دي
يو ورځ چې منګى ترې لارې كــــــــــــــې پرېوته
هلته يې بيابياراته خندلـــــــــــــــــــــــــــــــــي دي
زه (روشــــــــن)پدې باندې اميــــــــــــــــــــرشومه
داچې ګٌلــــــــــــــې تاراته خندلـــــــــــــــــــــــي دي
رفيع الله روشن
وروستي