د امریکا ګانګرس پخواني غړي په خپلو اخلاقي جرمونو اعتراف وکړ

د امریکا کانګرس پخواني غړي انتوني وېنیر اعتراف کړی دی چې له یوې ۱۵ کلنې نجلۍ سره یې د غیراخلاقي انځورونو استولو تبادله کړې ده.
نوموړی چې د امریکا ټولټاکنو پر مهال د هیلري کلنټن د مرستیالې هما عابدین خاوند دی  د دغه خبر په خپریدو سره د هیلري کلنټن بریالیتوب مخ پر کمیدلو شو.
د اف بي آی پخواني مشر جېمز کومي چې څو ورځې مخکې د ټرمپ له خوا په ناڅاپي ډول له دندې ګوښه شو ویلي وو چې د بهرنیو چارو وزارت پر مهال د هیلري کلنټن محرم ایمیلونه هما عابدین خپل کمپیوټر ته استولي وو چې بیا له هماغه کمپیوټر څخه یاد انځورونه هم استول شوي وو.
کلنټن څرګندونې کړې وې چې د کومي خبرې نوموړې ته د ولسمشرۍ چوکۍ بایللو په بیه تمامې شوې.