غزل

يه زمـــا د مينې ياره کـــومـــــې دشتې ته به و لاړ شو
ځه چې وځو له دې ښاره کومې دشتې ته به ولاړ شو
دادژمـــي اوږده شپــــه کـــې ستا د حسن په ر ڼا کې
کړو مــنزل به تر سهاره کو مې دشتې ته به و لاړ شو
اوس د ظلم ځنځـير مات دی مونږه بيا تړلی نه شي
لږ قدم واخلــــه قراره کومـــې دشتې ته بــــــه ولاړ شو
لکــــه سوري په قدم کــې مخکې مخکې را سره يې
د( مفکور )د غاړې هاره کومې دشتې ته به ولاړ شو
عبدالقدوس مفکور