سلا مو نه او نيکې هيلې ، زه ( عبدالقدوس مفکور ) د ننګر هار ولايت د سر خرود ولسوالۍ د غوچک د کلي څخه البته د ( بختاني ) صاحب کليوال او اوس په انګليس کې اوسم . زما عمر تقريبا د ١٦په شا او خو البته ځکه وايم چه عمر مې ١٦ وي نو تعليم به مې څومره وي خو بيا هم ستا سو غوندې مشران او شا عران لرو په تا سو ډاډه يم ،په شعر او شا عرۍ کې لاس و هو نو د مهربا نۍ له مخې که نشر کوی يې نه اصلاح خو به يې کړئ . د وصال په قدر پوه نه ومه خدا يه د هجران په تورو شپو کې داسې ښه يم په وطن مې کبر کړای دی يارانو د پا ترا په دې خيمو کې دا سې ښه يم مفکور پاترا د يونان يو ښار دی چې مسا فرو په کې په ډير بد حال اوسي پريږده دا د غـــم داستا ن نيمــګری پرېږده نو ر او ريدلی نه شم دا دې او ريدلو نه دی Abdulqudus (mafkoor) |
دروهي ويب پاڼې يادونه :
ګران مفکور صيب ،د روهي ويب پاڼې کارکوونکو تاوده سلامونه او مبارکي ومنه ، تاسې ښکلی شعر ليکلی او موږ په کې بدلون نه دی راوستی .
زموږ لپاره د وياړ ځای دی ، چې ستا په شان ښکلی ګل د پښتو ادب په بڼ کې هغه هم په بهر کې راټوکيدلی .
نن سبا خو په لويديځ کې زموږ تنکي ځوانان ، چې په خپله ژبه خبرې وکړای شي هم موږ ته اتلان ښکاري .
ستا د ﻻ برياوو او همکاريو په هيله موږ ستاسو په خدمت کې يو ،
خوشاله اونيکمرغه اوسې .