ټرمپ وايي له نوموړي سره تر ټولو ظالمانه چلند کیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې له ده سره د امریکا د ټولو ولسمشرانو په نسبت ظالمانه چلند کیږي.
نوموړي چې د امریکا ساحلي ګارد محصلینو د فراغت په مراسمو کې یې خبرې کولې ویلي دي چې دا چلند خاصتا د رسنیو له خوا له ده سره کیږي.
ټرمپ ویلي دي چې په داسې حال کې باید سړی سر ښکته واچوي او تنها مبارزه وکړي.
نوموړي ویلي دي چې سړی نشي کولی خپلو مخالفینو ته اجازه ورکړي تر څو خپلو خوبونو د رسیدلو په لاره کې مو خنډ شي.
ټرمپ په خپلو خبرو کې د ده په اړه خپرو شوو جنجالي خبرونو په اړه څه ونه ویل.