
تیره ورځ، د امریکا د نیویارک ښار په «ټایمز سکوير» کې، یو تن د موټر په واسطه پر پلیو خلکو برید کړی، يو تن يې وژلی او ۱۹ نور يې ټپیان کړي دي.
په یوه بله پېښه کې، چې «سټاټند اېلن» سيمې سره څېرمه په ورته ډول شوې، ۱ تن وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي.
عیني شاهدانو ويلي، دا چې چلوونکی په مخالف لوري کې په حرکت کې و، د دې مانا لري چې په قصدي توګه يې غوښتل خلک ووژني.