امریکا په سوريه کې پر دولتي پوځي کاروان باندې بمباري کړې

امريکايي چارواکي د دې خبر پخلی کړی، چې د دوی ځواکونو د سوريې او اردن سرحد ته نږدې، د اسد د رژيم پر يوه پوځي کتار باندې بمباري کړې ده.
یاد چارواکي ويلي، چې پر دغه کتار وروسته له هغې بمباري شوې، چې په سیمه کې د ايتلاف هغه ځواکونو ته نږدې شو، چې امریکا يې پلويتوب کوي.
تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې په دې بمبارۍ کې څومره مرګ ژوبله رامنځته شوې او امريکا ولې ځانته دا حق ورکوي، چې سوري ځواکونو د سوريې په خاوره کې دننه بمباري کړي.
د یادونې ده، چې په وروستۍ يوه نيمې لسیزې کې د امريکا سیاست داسې دی، چې پر اسلامي هېوادنو يې يرغلونه پيل کړې دي او واکمنۍ ته د ټرمپ په رسيدو سره يې سپين سترګي نوره هم زیاته شوې، چې په افغانستان کې يې د بمونو مور کارول يو لوی او نه بخښونکی جرم بلل کیدی شي.