امریکا پر ایران باندې نوي بندیزونه ولګول

د رويټرز د رېپوټ له مخې، د امریکا دولت د تحریمونو په نوی دور کې، پر ایران باندې نور بندیزونه هم لګول کيږي.
د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ نن ورځ حکم ورکړی، چې پر یو شمېر هغه ایراني او چینايي شرکتونو باندې بندیزونه ولګوي، چې د ایران د توغنديزو پرګرامونه په آزموینه کې يې همکاري درلوده.
د امریکا د خزانې وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په ټولیزه توګه د ایران او چين پر ۷ شرکتونو باندې بندیزونه ولګوي.