د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۳ اوونيزې غونډې خبرتیا:

درنو دوستانو السلام  عليکم! راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۳مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د  قرآن  پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته په  روانې اونۍ کې په مهمو ملي او نړیوالو پېښو مرور وشي. آغلې شکریه جلالزی په پرانیستي حکومتولۍ ملګرتیا(Open Government Partnership )  په هکله  پرزېنتیشنوړاندې کوي. ښاغلی خیبر د ایمیل دورکیم مشهور اثر د ټولنیز کار ویش (The Division of Labour in Society) تر سرليک  لاندې د کتاب لنډيز او مهم ټکي له تاسو سره شريکوي. هيله ده غونډې ته پخپله هم تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره  خبر کړئ.  وخت: پنجشنبه د غويي ۲۹مه، ماسپښين  دوه نيمې بجې ځای: له پل محمود خان  څخه د شش درک پر لورې ښي لاسته لومړۍ کوڅه، په کوڅه کې ښي لاسته درېم کور په ډېر درنښت