
د هندوستان به هریانه کې چې د دغه هیواد شمال ته پروت دی ډاکټرانو هغې لس کلنې ماشومې ته د خپل حمل د سقط اجازه ورکړې ده چې ویل کیږي د جنسي تېري په ترڅ کې امیندواره شوې وه.
یاده نجلۍ پنځه میاشتې مخکې حامله شوې وه، نوموړې پر خپل ناسکه پلار تور پورې کړی چې په نوموړې یې پرله پسې تېری کړی دی.
پولیسو تورن کس نیولی دی.
پر نوموړې خپله موره څه موده مخکې شکمنه شوه او ډاکټر ته یې بوتله چې امیندواري یې ثابته شوه.
د نجلۍ مور د پردیو په کورونو کې خدمتګاره ده او کله به چې له کوره وتله نو نجلۍ به یې په کور کې له خپل مېړه سره یوازې پرېښودله چې د مېړه له خوا یې له یاد عمل سره پرله پسې مخ کیدله.
نجلۍ پولیسو ته ویلي دي چې ناسکه پلار یې ورته ګواښ کړی و چې چاته به حال نه وايي.