
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امریکا ته د خپل سفر پر مهال د یاد هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي دي.
اردوغان په خپلو خبرو کې ویلي دي چې امریکا او ترکیه تاریخي ملګرتیا لري خو ترکیه به د کردي جنګیالیو د ملاتړ زغم ونه لري.
نوموړي ویلي دي چې دا سفر یې یو تاریخي سفر دی او دواړه ملکونه متحد دي.
اردوغان زیاته کړې چې د سیمې په راتلونکي کې د ترهګرو ډلو لپاره هیڅ ځای نشته او د وای پي جي فعالیتونه به قبول نه کړو.
له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې ترکیه او امریکا ډېرې ښې اړیکې لري او دا اړیکې به لا نورې هم ښې شي.