د فضل باري مشفق دوه کتابونه له چاپه راووتل

د ليکوال او ژباړن فضل باري مشفق دوه کتابونه تازه له چاپه راووتل.
ائمه اربعه (څلور امامان) او جوامع الکلم (څلوېښت حديثونه) کتابونه چې فضل باري مشفق پښتو ته ژباړلي دي د ميهن خپرندويې ټولنې له لوري تازه له چاپ څخه راووتل.
ائمه اربعه چې په اردو ژبه محمد ايوب سپرا ليکلی دی، په کې د اسلام د څلورو سترو امامانو (امام ابوحنيفه، امام احمد بن حنبل، امام مالک او امام شافعي) سيرت، عقائد او فقهي خدمتونه څېړل شوي دي په اعلی صحافت او ۱۰۰۰ تيراژ چاپ شوی دی.
جوامع الکلم چې مولانا مفتی شفيع الله ليکلی دی داهم فضل باري مشفق ژباړلی دی، په دغه کتاب کې څلويښت حديثونه له پښتو ژباړې سره او څلوېښت مسنون دعاګانې راغلي دي، چې په زړه پورې صحافت او اعلی کاغذ باندې د ميهن خپرندويې ټولنې له لوري چاپ شوی دی.
ياد کتابونه د هيواد په بيلابېلو کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيږي.