
سائرځلاند د الحاج شمس الحق ځوى د ننګرهار ولايت د روداتو وليوالۍ د ښکترغي د کلي اوسيدونکې په ١٣٦٨ کال کې زيږيدلې لومړنۍ ديني زده کړي يې د خپل والد څخه کړي وروسته بيا د کان په عالي ليسه کې په زده کړو بوخت شو تر نهم ټولګي پورې په همدې ښوونځي کې پاتې شو او تر دولسم ټولګي پورې په کابل کې د ازاد خان په ليسه کې د نوموتي زده کونکي په توګه پاتې شو ې چې په دې ليسه کې د دې ليسې د فرهنګي او ادبي څانګې د مسئول په حيث پاتې شوى د شعروشاعرۍ سره يې مينه له ماشومتوبه وه او همدې مينې شاعرۍ ته وهڅوه ښه شاعري کوي خو دا څه موده چې د ژورنالېزم برخې ته راغلې نو شاعري ورځنې پاتې ده
لنډې کيسې هم ليکي ورسره کله کله داسې هنري نثرونه ليکي چې دسړې غواړي هره لحظه يې بيا بيا ولولي
ښاغلې ځلاند اوس مهال په ننګرهار کې د صفا راديو سره د خبري څانګې د مسئول په حيث دنده اجرا کوي تر دې مهاله يې ښايسته ډير شعرونه ليکلي چې انتخابي يې د سلو په شاوخوا کې برابريږي نرم طبيعت لري هميش يې په شونډو مسکا خوره وي خو ددې سره ډير جدي هم دې په دفتري کارونو کې د نظم پابند دي ځلاند دامهال په ننګرهار پوهنتون کى زدکړيال دې
محبوبه
ليکوال:سائرځلاند
زما د چم محبوبى
په تا به څه وليکم
ستا کوم يو دررد ياد کړمه
په تاچې څه تير شوي
هغه به څنګه ياد کړم
ستا د فرهاد په شان يار
ستا د اجل ملګرې
هغه جلبل ملګرې
چاچې د ستا د سترګو
ستا د رضا لپاره
غرونه سوري نه کړل خو
ځمکې يې څيرې کړلې
هغه بې وسه زلمې
ستا د ښکلا منجاور
ستا د ښايست په فلسفه کې ډوب وه
ستا په خوښ وه مدام
ستا سو د مينې ابتدا څنګه وه
تاسو به يو بل څنګه خوښ ساتلو
محبو به ستا دځوانيمرګې مينې
انجام زما په زړګي داغ ايښې دى
تاسو د مينې نو ې بآب ايښې دې
تاله به نوم د شيرينۍ در کوم
هغه زلمې به په فر هاد يادوم
ستاسو د مينې دا قيصه محبوبه
غواړم چې ټول جهان ته ورسوم
دا يو څو توري به هم ستا په کتبه
محبوبه ليک کړم د يادګار لپاره
دوه جسدونه يو زړګى او يو روح
ستړې مزل
سائرځلاند
زه د خپل ځان نه چيرته لرې لاړشم
په شګو کاڼو او واورينو
ځمکو وګرځيږم
د رڼا ګانو تاريکيو له حصاره وځم
هر يو قدغن نه يم محفوظ
خو څه لپاره وځم
د لمر له وړانګو يو څه نور اخلمه
دشتو ميرو کې هوم سرور اخلمه
هر ه ميره و ي په رنګورنګينه
څه په لاله څه په کيږديو رنګه
هره کيږدۍ کې چې کوچۍ ووينم
د پوښتني جما ل روښان تصوير وي
خو ځه راوتې يم د څه لپاره
هريو ذيروح نه مې يو سوا ل کولو
خو هغوي هم عجب کمال کولو
د لږ څه ځنډ نه به يې وروسته راته
په سر د نهى اشاره وکړله
آن تر ماښامه ګرځيدمه اشنا
چې شوې لمنې د اسمان رنګينې
زما دا ستړې مزل هم خلا ص شولو
داسې الهام راته بيا بيا کيدلو
چې ته هر چيرته يې موجود خالقه
ته د هر چا زړه کې اوسيږې ربه
خو مونږ معصوم يو ګنهګار يو ربه
زمونږ دعا د قبليدلو نه ده
که څه هم ستا به پرې رضا وي ربه
خو زما دايو تمنا پوره کړه
چې بې له تا پوره کيدلې نشي
زما داخوار غريب وګړي خدايه
راته يو موټې يو قوت لرې تل
نظم
حمد
(لويه خدايه
لويه خدايه)
زما ربه زما خدايه
مالاهغه وخت ستا ذات وه پيزندلې
چې ذره ؤم دې جهان کې موجود نه وم
کيفيت مې معلوم نه وه
چې زه څه يم او څه کېږم
خو يواځې ستا بنده وم
ستا د امر تابعداروم
×××
هغه ورځ مې ښه ياديږي
چې بلاډير مخلوقات وو
انسانان ترې را جداشو
په يو صف کې ټول ولاړ وو
بيا هر صف جدا جدا شو
هره ډله بيله بيله
ما خپل ځان ښه پيزندلو
شاعرانو کې ولاړ ؤم
ښۀ په جيګ آواز مې ويلې
ربه مونږه ټول د ستا يو
بياتا ؤليدو چې مونږ درته
په کومو اداګانو سجده وکړه
خو چې سرمو را اوچت کړو
بيا حالات هغه شان نه وو
انسانان جدا جدا وو
څه ولاړوو څه روان وو
عجيبه وه
ما د ستا لپاره بيا سر په سجده کړو
×××
او چې کله دې د خاورو کور ته راغلم
په زړا وم په کوکارو وم
ترپکې مې وهلې
خو د چيرته نه يو خوږ نوم مې تر غوږ شو
زړه مې ټول ټکور ټکور شو
زړا ختمه شوه ارام شوم
دا نامه څه عجيبۀ وه
ما به ويل چې دا نامه مې
چيرته مخکې اوريدلې
خو بيا وروسته ماته ياد نه شي خلک وايې
يوملا راغې غوږو کې يې هغه نو م
راته څوځله تکرار کړو
ما په رډو رډو سترګو
ور کتل ورته حيران وم
آشنايې مې زياتيدله
دا نامه راته لانوره ګرانيدله
×××
څه وخت په الاهو باندې عادت شوم
چې د مور غيږ کې به پروت وم
مور بۀ ماته په کراره
په خندا خندا کې ويلې
الاهو بچې اوده شه !
او چې اوس په هرڅه پوه يم
نو حيران شم د فطرت دې توازن ته
هغه وخت چې ماکتلو د ذرو په ننداره کې
انسانان جدا جدا وي
څوک ولاړوي څوک روان وي
اوڅوک تاته په سجده وي
نن هم هغه شان قانون دې
ځوک ولاړ دي څوک روان دي
خومونږ تاته په سجده يو
ستا ثنا صفت بۀ وايو
×××
(زما ربۀ زما خدايه)
يو وړه شان التجا ده
ربه ژوند د هر چا خوږ کړې
دې روانه سلسله کې
دې د ژوند په قافله کې
هغه قافله کې
رانه تللې د زړه سر دې
هو هغه ماته لږ تم کړه
چې زمونږه قافله ورپسې ورشي
د زړه سرمې ترې راواخلم
راجدا شو
مړنږه بيله قافله شو
چيرته بيا يوه ذره که
ستا په لوۍ قدرت پيدا شي
سلسله شي انتها شي ابتدا شي
هغه نوم چې په ما ګران دې
يو مخلوق يې لا سوا شي
زه نه ليونې کيږم
ځلاند
روغ رمټ وم د سالم وجود خاوند وم
نه په زړه باندې زخمي وم
نه مې سترګې داسې سرې وې
نه عادت په شوګيرو وم
نه مې خيال داسې مجنون وو
چې به لاړو ستا کوڅې ته
ستا د کور په دروازه کې
د ملنګ په شان ولاړ وم
ماشومانو به ويشتلو
هم لويانو به رټلو
هو زما خيال داسې نه وو
زما فکر داسې نه وه
دا زما د سوچ خلاف وه
چې اوس هر وخت آينې
ته کله ودريږم او ستا ياد راپه زړه شي
نوپه چغو شم کوکارې کړم
په ځمکه راګوذار شم
خلک ټول رانه راتاو شي
چې راجيږ شم اسويلي د افسوس وکړم
نو دوي خپلو کې بيا وايې
ليونې دې ،ليونې دې
زولنو باندې يې بند کړۍ
هسې نه چې په چا سر او تندې ما ت کړي
نو وجود مې ټول لمبه شي
يو دردناکه څړيکه راشي
په ګوګل کې مې دننه
بيا دردونه راخواره شي
ګريوان ټول په اوښکو لوند شي
خلک ټول ما پورې خاندي
خو زه ژاړم
لمبه کيږم
ويلې کيږم
او سوزيږم نه رغيږم نه قتليږم
چغې ووهم ژړيږم
خو زه نه ليونې کيږم
هو زه نه ليونې کيږم
غزل
دزړه بدل کې درنه زړه غواړمه
ستا د خوږو سترګو کاته غواړمه
دلته مې څلې د ارمان وران شوې
دې سپيرو خاورو کې نور څه غواړمه
پريږده چې اور کې د فراق وسوزم
نور دې وصال جانانه نه غواړمه
ځان له به جوړه کړمه نوې دنيا
د خيال له ټاله پريواته غواړمه
مايې په مينه کې سور اوېواخيسته
سائره ده ويل موسيده غواړمه
غزل
زما محبوب زما درمان وزرې نلرلــــــــــــــــــــــــــــــې
چې تر اسمانه تلو جانان وزرې نلرلــــــــــــــــــــــــــــــې
دا به څه وجه وه چې پورته په اسمان ګرځيـــــــــــــــده
ګني نو تخت د سليمان وزرې نلرلــــــــــــــــــــــــــــــــې
نن چې يواځې دې صحرا کې وروسته پاتې شـولې
ته بۀ کمزورې وې کاروان وزرې نلرلــــــــــــــــــــــــــې
اوس د مريخ سفر له ځي دايو الهام وګڼــــــــــــــــــــــه
له ابتدا نه هم انسان وزرې نلرلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې
چې يې د پرو جامې واغوستلې والوتــــــــــــــــــــــــلو
ياره سائرهم ستا په شان وزرې نلرلـــــــــــــــــــــــــې
سائر ځلاند
غزل
په کوم نظر به درته ګورم فصله پرې وکړه
چې زه اکثر بۀ درته ګورم فيصله پرې وکړه
دا اوس د ستا رضا ده ګرانه چې راګورې که نه
ښکليه سحربه درته ګورم فيصله پرې وکړه
دومره په شوخ انداز اودومره په مرموزه لهجه
ويل يې چې شربه درته ګورم فيصله پرې وکړه
زه په مستۍ د چا په زړونو پادشاهي نه کوم
بل کوم جوهر به در ته ګورم فيصله پرې وکړه
زه د ساده کلي مين يم نور به هيڅ نه وايم
لږ څه اوتر به درته ګورم فيصله پرې وکړه
تاچې فرهاد غوندې سائـره دومره عزم کړې
چيرته کوم غر به درته ګورم فيصله پرې وکړه
غزل
دخپل احساس نه دومره تنګ شي سړى
اخر مجبوره شي په چنک شي سړى
د امى مرشد راته ويلي وو چى
هلته کم عقل شي چې دنګ شي سړي
چې يې جلال د پښتو رنګ راوړي نو
پيغلو ته ګران لکه لونګ شي سړى
د د وخت حاکم وي عجيبه ده اشنا
ستا مخ کې ودريږي ملنګ شي سړ ى
خوک يې د حسن څوک د راج اخلي
ازاد به څنګه د قلنگ شي سړى
په حقيقت سائره پوه شي هلته
چ زوړ ديوال غوندې راړنګ شي سړى
غزل
په دى توده ازغنه ځمکه څنګه دو تيريږي
چاله ورځي چې لوڅى پښى په خنديدو تيريږي
په ګردابونو غوپې خوري ليوني د عشق
تيږزړي خلک يې تر خوا په موسيدو تيريږي
په هر قدم پل سراط راځي په مخه باندې
له دې ازميښته به انسان په قسمتو تيريږي
چى عزرائيل پرې سلام واچوي له نيمه لاره
خدائ خبر څه څه به په زړه کې د دهغو تيريږي
تاچې سائره اراده کړې سينه لويه کړه
څوک چې جنت ته ځي د اور په غرغرو تيريږي