
د امریکا دوو تنو لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داعش ډلې په اړه ډېر پټ معلومات روسیې ته ورکړي دي.
یاد معلومات د ټرمپ او روسیې د بهرنیو چارو وزیر د لیدنې پر مهال شریک شوي دي.
یاد رپوټ واشنګټن پوسټ خپور کړی دی چې په هکله یې غبرګونونه او اندیښنې راپورته شوې دي.
له بلې خوا سپینې ماڼۍ یاد رپوټونه رد کړي دي. په دې اړه د ملي امنیت مرستیالې ډینا پاول ویلي دي چې ټرمپ د روسي چارواکو سره یوازې د داعش د خطرونو په هکله اندیښنې څرګندې کړي دي.