د مایکروسافټ مشر د WannaCry ویروس پر مټ د برید پړه پر سي آی اې او د ملي امنیت پر ادارې واچوله

د مایکروسافټ مشر براډ سمیت وايي، چې د WannaCry ویروس د ټوليز برید ښوونتیا له دې کبله رامنځ ته شوې، چې د سي آی اې او د امریکا دملي امنیت اداره (NSA) د خپلو سافټونو او پروګرامونو د نیمګړتیاوو په هکله معلومات راټولوي.
د شرکت لخوا په یوې خبرپاڼه کې ویل کېږي:«مونږ ولیدل، چې د نیمګړتیاوو په هکله معلومات چې سي ای اې راټولول، په ویکي لیکس کې خپاره شول. اوس د امریکا د ملي امنیت ادارې (NSA) نه پټ شوي معلومات چې په ټوله نړۍ کې د کاروونکو په هکله دي، ور سره تړاو لري».
سمیت دا د «پوځ» نه «د څو توغندیو» د غلا سره پر تله او دا یې په نړۍ کې د ټولو حکومتونو لپاره د اندیښنې وړ او «ویښوونکی» سيګنال بللی دی. د مایکروسافټ د شرکت مشر وویل؛ چې د ددغو نیمګړتیاوو په هکله معلومات باید یوازې هغه څوک ولري، چې چا دغه پروګرامونه جوړو کړي دي، نه استخباراتي ادارې.
د مایکروسافټ د مشر براډ سمیت په اند:؛ په اوسنۍ نړۍ کې د WannaCry ویروس برید د سایبیري بریدونو تر ټولو سخت او د دوو ډولونو « د دولتي او جنایي ډلو د کړنو» له کبله اندیښنې رابرسیره کوي.