ځاځي میدان د سیلانیانو لپاره مناسبه سېمه ده!

هغه سیمه چې شنه غرونه یې طبیعي ښکلاګانې وراوي، هغه سیمه چې تازه هوایې بشریت ته د ساه د اخېستو زیری ور کوي، هغه سیمه چې شنې اوبه یې د انسان او نبات لپاره د شنه چاپيریال په رامنځ ته کېدو کې مرسته کوي، هغه سیمه خلک یې نورو ته د سولې او ثبات زیری ور کوي، هغه سیمه چې خلک یې په غربت کې ژوند پرمخ بیایي، هغه سیمه چې خلک یې هېڅ د بهرني یرغل په وړاندې د تسلیمی سر نه ټیټوي، هغه سیمه چې جرګه او مرکه یې د غیرت ډکې کیسې لري، او هغه سیمه چې د هېواد د ساتنې لپاره یې په زرګونو شهیدان ور کړي دي.
دا هغه د ځاځي میدان ولسوالي ده، چې د دومره امنیت ترڅنګ پکې یو شمېر ستونزې هم تر سترګو کیږي، خو دا ستونزې په ځاځیو پورې اړه نلري بلکې په دولت کې لېدل کیږي . پکار وه، چې دولت مخکې له مخکې دا ستونزې هوارې کړی وی، ترڅو ددې سیمې خلک نور هم تشویق شوی، خو متاسفانه لکه څه ډول چې لازمه وه دولت توجه نه ده ورته کړي. دولت باید څه کړی وی؟
 


د ځاځي میدان د سیمې خلک چې د لاسي صنایعو د جوړولو ځانګړی مهارت لري، د مزرو څخه ښایسته ټوکر، پوزي، پړياو داسې نور توکي جوړوي دولت باید ورته د لاسي صنایعو ځانګړی مارکيټ جوړ کړی وی، او ددې سیمې خلک تشویق شوي وی، چې په کروبار کې یې نوښتونه او ابتکارات رامنځ ته کړي وی. خو متاسفانه تر اوسه دولت یا ورته توجه نده کړي، او یايې په لوی لاس ناغیړي کړېده.
د ځاځي میدان سیمه چې د ښایسته منظرو ترڅنګ شنې اوبه هم لري، کچېرته دولت په نوموړي سیمه کې د اوبو يو ښه بااکفیته بند جوړ کړی وی، او د برېښنا ماشینونه یې هم پکې ځای پرځای کړي وی، له یوې خوا به د ځاځي میدان خلک له برېښنا څخه برخمن وی او له بلې خوا به یې زراعتي ځمکې پرې خړوبولی، په زراعت او زراعتي تولید کې به یې د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شوی وی.
د ځاځي میدان سېمه چې د سیل او سیلانیانو لپاره يو ښه مناسب ځای دی، دولت باید تجاران او پانګوال هڅولي وی، چې په ځاځي میدان کې یې د اوبو ډنډونه، د خصوصي لېسو څانګې پرانېستي وی، او یو ښه مېلماستون یې جوړ کړی وی، سیلانیانو به پکې لا هم د خوند ډکې شیبې تیرولی، د ځاځي میدان ولسوالی چې شنې دارې او ښایسته منظرې لري، د هرچا زړه ځاځي میدان ته ځي، خو د لارې په اوږدو باک، خلبیسات کې کله ناکله امنیتي ستونزې هم لېدل کیږي، خو لېدې امله سیلانیان په ډاډه زړه نشي کولی چې د ځاځي میدان د شنو غونډیو او ښکلو منظرو د شنو ویالو په غاړه چکر ووهي، بیا هم د باک او خلبیسات په سیمه کې امنیت ښه دی، خو کچېرته د لارې په اوږد کې د پولېسو او اوردو پوستې نورې هم ډېرې شي، نو خلک به په ډاډه زړه
ځاځي میدان ته تګ او راتګ وکړي.
دې لنډۍ ته خو هسې هم د ځاځي میدان ولس د عمل جامه ورواغوسته!
ښایسته ښایسته ځاځي میدانه
که وړکي مړه شي جینکۍ به دې ساتینه.
له دولت مو غوښتنه ده ، چې په ځاځي میدان کې د رغوونې او بیارغوونې بنسټيزې پروژې په کار واچوي. او د نورو سیمو له خلکو هم غواړو، چې خپله سیمه د بلی له خولې داسې وژغوری لکه ځاځي میدان چې ځاځیو په خپلو مټو وژغورلو.