د امریکا کانګرس له ټرمپ څخه غوښتنه کړې ده چې له کومي سره ثبت شوې خبرې دې دوی ته ورکړي

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د یاد هیواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي دي چې د اف بي آی پخواني رییس جېمز کومي سره د نوموړي ثبت شوې خبرې دې دوی ته د پلټنو لپاره وسپاري.
د یادو خبرو په اړه غبرګونونه وروسته له هغه زیات شول چې ټرمپ کومي ته ګواښ وکړ تر څو له رسنیو سره په دې اړه خبرې ونه کړي.
په کانګرس کې ډیموکراټ ګوند پرېکړه کړې چې د اف بي آی د نوي رییس لپاره به رایه ورنه کړي.
ټرمپ د یادې ادارې رییس دومره په ناڅاپي ډول له دندې ګوښه کړ چې نوموړي وویل فکر یې کاوه ټرمپ ټوکې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ویکیلیکس افشاګرې ادارې هغه چاته ۱۰۰زره ډالره جایزه ټاکلې ده چې د ټرمپ او جېمز د خبرو ثبت دوی ته وسپاري تر څو یې پرلیکه کړي.