د شمالي کوریا رهبر د ترور پلان جزئیات له رسنیو سره شریک شول

په مسکو کې د شمالي کوریا سفیر د روسیې خبري آژانس سپوتنیک سره په مرکه کې د یاد هیواد رهبر کیم جونګ اون د ترور پلان جزئیات شریک کړل.
نوموړي وویل چې امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا یوه تبعه ته ۳زره ډالر ورکړي وو تر څو یاد هیواد کمونست مشر کیم جونګ اون له مینځه یوسي.
نوموړی کس چې د روسیې په خابروفسک کې یې په یوه شرکت کې کار کاوه د یادو استخباراتو ښکار شوی دی.
د سفیر په وینا یاد پلان کلونه وخت نیولی دی او په پام کې وه چې د شمالي کوریا مشر د یاد هیواد د ازادۍ ورځې جشن پر مهال ووژل شي.
د اون وژل د کیمیاوي او زهري موادو په وسیله پلان شوي وو، چې امریکا د دې کار لپاره مظنون ته دوه ځلې ۲۰زره امریکايي ډالر ورکړي وو.
سي آی اې او جنوبي کوریا نوموړي ته یوه سټلایټ دستګاه هم ورکړې وه تر څو له دوی سره په اړیکه کې وي او روزنه ورکړي.
نیول شوي شخص په خبرو کې ویلي دي چې امریکا او جنوبي کوریا یې د کورنۍ د قتل ګواښ هم ورته کړی و.
په وروستي ځل د دوی لیدنه په چین کې تر سره شوې وه چې په ترڅ کې یې له یادو استخباراتو ۳۰۰ زره ډالره غوښتلي وو او څو تنه نور کسان یې هم له ځانه سره کړي وو تر څو یاد پلان اجرا کړي چې د شمالي کوریا پولیسو له خوا کشف او ونیول شول.
سفیر ویلي دي چې نوموړي عملیات ډېر پټ روان وو ځکه کولی یې شول د کوریا ټاپووزمه له لویې جګړې سره مخ کړي.