که سياست نه کوی، سياست درباندې کيږی!

نورمحمد غفوری
nghafury@yahoo.com
په يوه ټولنه کې ژوند کول او د هغو له ژورو او پيچلو پرابلمونو څخه چې د ټولو په برخلیک اغیزه لری، ځان ګوښه کول، ناخبره اچول، او يا د هېواد دحالاتو په اړه ځان بې تفاوته نيول د يوه اجتماعی موجود په حیث د انسان له شان او حیثیت سره مناسب نه ښکاری. با مسئولیته ، په ځان متکی، د خپل واک اومستقل فکر څښتن او هوښيار کسان بيا نه يوازې چې د نړۍ، خپل هېواد او چاپیريال له پېښو ځان خبروی، بلکې د ټولنې د روانو پروسو ودې ته دمطلوب لوری ورکولو له پاره هڅې او هاند کوی او د ټولنیزو ستونځو په حل کې د ټولنې د اړوند مستقل موجود په حیث فعاله ونډه اخلی. د افغانی ټولنې د اوسنیو پیچلو ستونځو د حل په لارکې هڅې د هر افغان او په تېره بيا د مستقل شخصیت، مستقل نظر او آزاد خيال لرونکو روشنفکرانو له بنسټيزو دندو څخه ګڼل کيږی.
ډير پوهان د جامعې دژوند مختلفې چارې په دریو برخو- سياسی، اقتصادی او ټولنيزو- باندې ویشی خو ځينې يې بيا د ټولنيز ژوندانه کلتوری برخه له ټولنيزې برخې بېله او ځانګړې بنسټیزه برخه بولی او په دې توګه د ټولنیز ژوندانه چارې په دریو غوره ګروپونو نه، بلکې په څلورو ګروپو تقسیموی. په دې دواړه ډوله تصنیف کې سياست او سياسی چارې خپل لوړ ځای او غښتلئ رول ساتی. ددې اوسنۍ لیکنې اساسی موضوع هم په سياست کې د افرادو د ګډون په اړتيا را څرخي.
د ټولنې ډير وګړی دخپلو ورځنیو اساسی اړتياوو د لاسته راوړلو له پاره په اقتصادی چارو کې ګډون لری. ځينې يې په کرهڼه او مالدارۍ، نوريې په صنعت، سوداګرۍ، ودانیو جوړولو او نورو خدماتی او تولیدی برخو او مؤسسو کې په کار مشغول دی. ټولو ته څرګنده ده چې هر څومره چې د هيواد په اقتصادکې د بوختو وګړو شمیر ډیر، د کار اسباب يې عصری، د کار چاپیريال او شرایط يې ښه ، مسلکی مهارتونه يې لوړ او دکار مؤثریت او مؤلدیت يې زيات وی، په همغه تناسب به ټولنه د مادی او معنوی نعمتونو له لحاظه شتمنه، سوکاله او د اقتصادی پرمختګ چټکتيا به يې زياته وی. په ټولنيزو- کلتوری چارو کې هم همداسې ده او د سياست ډګر هم، چې د اقتصادی او ټولنيزو – کلتوری چارو د پرمخ بوولو له پاره د شرایطو او چوکاټونو په جوړولو کې غوره رول لوبوی، له دې عمومی اصل څخه مثتثنی نه دئ.
سياست د هېواد د ټولو وګړو په ژوندانه مستقیمې او يا غیر مستقیمې اغیزې لری. هيڅوک د ښه سياست له ګټو او د بد سياست له تاوانه نه شی بچ کېدلای. د ټولنیز ژوندانه په هره برخه کې سياست کيږی. د داخلی سياست، خارجی سياست، سوله ایز سياست، دفاعی سياست، اقتصادی سياست، کلتوری سياست ، قومی سياست، ژبنی سياست، مذهبی سياست ، اتومی سياست او نورو ډیرو اصطلاحاتو سره ، چې سياست ورسره تړلی او د هغو ترکیبی جز جوړوی، زموږ او تاسې غوږونه ښه آشنا دی. دبشری ټولنې د ژوندانه په اوسنیو شرایطو کې داسې برخه نشته، چې په هغو کې د سياست ونه شی او هلته د سياست په اړوندو پديدو او پروسو باندې مثبت او يا منفی اثر ونه لری.
د ټولنې د وګړو او ټولنیزو ګروپونوترمنځ د رنګارنګ اړیکو ټینګول او په دې بهیر کې د ټاکلی نسبت تعینول او ساتل د سياست او سياسی تدبیرونو په واسطه سره کيږی. په ټولنه کې د ښو او يا خرافی دودونو او دستورونو رامنځته کول، د هغو ساتل او يا په نوو باندې د زړو اړول د سياست او په آخرین تحلیل کې د سياسی محافلو له خوا تر سره کيږی. د ټولنې د نظام جوړول او په هغو کې د مختلفو طبقو، قشرو او ګروپو د ځای، رول او حقوقو تثبیتول او يا په نویو باندې د زړو حقوقی نارمونو او ټولنيزو موقفونو بدلول او د رولونو تغیر د سياست له لارې شونی دی. په هېواد کې د ټولنيز- کلتوری، سياسی او اقتصادی نظام د شکل، محتوی او مضمون په ټاکلو کې د سياست دنده خورا غوره ده. د ټولنې د جوړشوی نظام په حاکمو ارګانو کې د افرادو مقرری د کادری سياست په واسطه تنظیميږی. په هيواد کې د کار او تولیدی روابطو د ډول ټاکل، د اقتصادی پروسو په بهیرکې د محصولاتو د ویشلو اندازه اوپه هغو کې د مختلفو طبقو او ګروپو بیلابېلې برخې د سياست له لارې ټاکل کيږی. دمختلفو طبقو، قشرو او افرادو ترمنځ د ملی شتمنیو ویش، د دولتی خزانې د تقویت له پاره د ماليې د ورکولو اندازه او روش د اقتصادی او مالی سياست څخه اغیز من دی. د ټاکلی ټولنيز نظم رامنځته کول، په هغو کې د واکمنانو واک ته راوستل او د نورو تر لاس لاندې ساتل د سياست کاردی. د واکمن نظام او په نظام کې د واکمنو کسانو او کړیو ساتل د هر څه ترمخه سياسی اقدامونو ته اړتيالری. دا او ډیر داسې نور هغه څه دی چې په ټولنه کې د اوسیدونکو افرادو د ژوند د شرایطو، د ملی شتمنیو څخه د هغوی دبرخې دټاکلو او د حیثیت ، موقف، واک او کار په ترلاسه کولوکې ټاکلی رول لوبوی.
زموږ دپورته ادعا عملی مثالونه ، نه یوازې د بشری ټولنې او د افغانستان په اوږده او لرغونی تاريخ کې موندلای شو، بلکې د خپل هيواد په معاصر او نږدې تاریځ کې يې هم په روښانه توګه لیدلای شو:
له انګلیسی استعمار څخه د استقلال د تر لاسه کولو وروسته کله چې غازی امیر امان الله خان او د هغو نږدی کسانو د هیواد سياسی واک تر لاسه کړ، د هیواد په سياسی، اقتصادی او ټولنيزو- کلتوری شرایطو کې ژور بدلونونه را څرګند شول. د هيواد په واکمنو چوکیو باندې د بدلون غوښتونکو، مدنی او آزاد خياله روشنفکره کسانو د مقررولو او ساتلو له پاره هڅې شروع شوې. د هيواد د صنعتی کولو تدبیرونه او پلانونه تر لاس لاندې ونیول شول. له خارجي ملکونو او په دې لړ کې له اروپا او شوروی اتحاد سره علایق پیدا او روابط پراخه شول. عصری ښوونځی جوړ او ورپکې د عصری علومو ښوونه شروع شوه. دسپورتي میدانونو، تفریحی ځایونو، فابريکو، فارمونو او سینماګانو په جوړولو شروع وشوه. بورژوا طبقې او بوژوازی مناسباتو ته د ودې او پراختيا زمينه مساعده شوه. د نارینه وو تر څنګ د ښځو تعلیماتو ته پام ور واړول شو. افغانستان د لیکلی مدنی قانون څښتن او د ښځو له پاره قانونی آزادی تضمین شوه. د هيواد په سياسی- ټولنیز نظام، دود او دستور او ان په جامه او لباس کې بدلونونه راڅرګندشول. د دې تغيراتو په نتیجه کې د پخوا مسلطو کړیو، پر شاتګ غوښتونکی روحاني قشر، فیوډالې طبقې ، محافظه کارو مامورانو او د خارجی استعمار د اجنټانو ګټې زيانمنې شوې. په پایله کې د غازی امان الله خان حکومت د هغوی دمخالفت او مقاومت په وړاندې ناتوانه شو.
کله چې امیر امان الله خان او دهغو ملګری له واکه لری او ځای يې امیر حبیب الله خادم دین رسول الله ونيو، نو هغو هم په لنډه موده کې د قدرت په چوکیو کې دخپلو تابع ملګرو او ځان ته ورته کسانو په مقررولو کې کوښښ کاوه. ښوونځيو او تعلیمی مرکزونو هغه پخوانی اهميت له لاسه ورکړ. د ښځو آزادی له منځه ولاړه. په ټولنه کې د تفريح او يوله بله سره د راشې درشې نوی روشونه رواج شول. د قانونی مالیو د راټولولو پرځای د زور له لارې د دولتي خزانې ډکولو د تاجرو او بورژوازی عناصرو نفرت د دولت په وړاندې را وپاراوه.
تر هغه وروسته بيا د شهید محمد نادرخان او د هغه د زوی اعلیحضرت محمد ظاهر خان د پاچاهۍ په وخت کې د هغوی د کورنیو متعلقینو او د هغوی د ګټو د شریکانو له پاره په دولتی واک کې د ساتلو هڅې غښتلې شوې. په هېواد کې د داسې تولیدی اړیکو، کلتوری نارمونو او رسم او رواجونو د ټينګولو له پاره کار کېده، چې په هغو کې د حاکمې کورنۍ او ور سره تړلو کسانو ګټې خوندی ساتل کېدای شوای او دوی ته يې تر نورو نه زيات حیثیت، اوتوريته او ټولنیز اعتبار ورکولای شوای. سياست او د دولت په چارو کې لاس لرل يې عمدتا پخپل انحصار کې ونیول. داسې مقررات او ټولنیز چلندونه يې وضع او عملی کړل چې د حاکمې کورنۍ او ځواکمنې طبقې د مخالفانو او رقیبانو له پاره يې په سياست او دولتی چارو کې عملی فعالیت محدوداوه.
سره له دې چې سردار محمد داؤد خان شاهی رژیم د قهر او نظامی کودتا له لارې را وپرځاوه، خو د ده د جمهوریت په دوران کې هم تقریبا همدې وضعې د حاکمو کړیو په بدلون او په کم تغیر سره دوام وموند.
کله چې د هيواد سياسی ځواک د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند لاس ته ورغی ، نو په دولتی لوړو چوکیو يې د پخوانۍ حاکمې طبقې او واکمنو کورنیو د غړو پر ځای د خپل ګوند د غړو او نورو طبقاتی ګټو د شریکانو دټاکلولپاره هڅې شروع کړې. د سياسی واک او قدرت په انډول او ویش کې يې د مختلفو ټولنيزو طبقو ، اقشارو او حلقو ترمنځ بدلون راووست. هغه کسان او کورنۍ چې ډير کاله يې حاکمیت چلولی او د تابعیت کولو سره عادت نه ؤ، د تابعیت خواته ټيټ کړل. داسې کسان او قشرونه چې په تابعیت کې ساتل شوی ؤ او د حاکمیت له مزو او تدبیرو نه ناخبره وو، د حاکمیت چوکیو ته پورته کړل. هغو رسمونو او رواجونوروځ په روځ خپل ټولنيز اعتبار له لاسه ورکاوه، کوم چې دپخوانۍ حاکمې طبقې او حاکمې کورنۍ د تسلط له پاره يې ښه شرایط برابر کړی ؤ. دټولنیز عدالت د تاءمین په لار کې ګامونه پورته شول. د کار او تولید په اړه د ټولنيزو طبقو او ګروپونو ترمنځ د اړیکو په بدلولو کې هڅې وشوې او د ټولنې د غړو، ګروپو او طبقو ترمنځ په هېواد کې د موجودو شتمنیو د زاړه ویش د طرز پر ځای د نوی میتود د کارولو له پاره کوښښونه وشول. په ټولنیزو چارو کې د ښځو د ونډې اخیستلو له پاره شرایط ښه شول اودهغو د کار په شرایطو، ټولنیز موقف، عایداتی امکاناتو، آزاد انتخاب او قانونی حقوقو کې بدلون راغی. د ښځو او ځوانانو سازمانونه فعال او په سياست کې يې رول لوړ شو. د محصلینو، کارګرانو ، کسبګرو اونورو تولیدی او خدماتی چارو د کارکوونکو اتحاديې منځته راغلې.
کله چې مجاهدينو د دولت واګې په لاس کې واخيستې، هغوی د خپلو ګروپونو او تنظیمونو غړی د دولت پر مهمو چوکیو کښينول. په هېواد کې يې د اجتماعي ګروپو، قشرو او طبقو ترمنځ د پخپلې خوښې مناسباتو د رامنځته کولو له پاره هڅې شروع کړی. د ښځو او نارينه و ترمنځ په روابطو او راشه درشه کې يې، د مخکنی حاکمیت معيارونه او شرایط لغو او خپل محدودیتونه،رواجونه او معيارونه يې ټينګ کړل. د مسلکی او حرفوی اتحادیو امکانات يط له منځه یووړل. په ټولنیزو، تعلیمی او سياسی چارو کې يې د ښځو د ګډون ونډه راټیټه کړه. د ملی شتمنيوڅخه د افرادو، ګروپو او مؤسسو د ګټې اخیستلوله پاره يې د داسې نارمونو او قوانینو په وضعه کولو کې کوښښ وکړ، چې د دوی د تنظیمونو د رهبرانو او ځينې غړو او له دوی سره د نورو د ګټو د شریکانو منافع تأمین او تضمین کړای شی.
طالبانو هم د نویو میتودونو او روشونو له لارې د خپل فکر او ګټو شریکانو ته د سياسی قدرت د ورکولو او د خپلو دښمنانو د ناتوانه کولو له پاره کلکه مبارزه شروع کړه او غوښتل يې چې له خپل فکر او خيال سره برابر سياسی، اقتصادی او کلتوری اجتماعی نظم په افغانستان کې محکم کړی. دوی د خپل فکر سره سم د مجاهدینو د «شر او فساد» دوران ته د پای ټکی ایښودل غوښتل او د زور او وسلې د کارولو له لارې يې په هیواد کې د سولې او امنیت د راوستلو له پاره خپلې هڅې او هاند ته دوام ورکړ.
بالآخره د افغانستان د اوسنی اسلامی جمهوری دولت واکمنان د قدرت په ګدۍ باندې د خپلو حلقو او خپلو ګټو د شریکانو د ساتلو زيار باسی. غواړی چې داسې تولیدی او ټولنیز مناسبات مسلط او داسې باورونه ، چلندونه او رسم او رواجونه تبلیغ کړی چې د دوی او د دوی د ګټو د شریکانو واکمنی په ټولنه کې وساتی. داسې اخلاقی نارمونه رامنځته او داسې روبنايی تغیرات راوړی چې د اوږدې مودې له پاره ولسونه د خپل او خپلو تنظیمونو د رهبرانو د حاکمیت له پاره تابع وساتلای شی. د سياسی ځواک تر څنګ د هیواد د اقتصادی حرکت رهبری د خپلو وفادارو کسانو په اختيار کې ورکوی. د دموکراسی د شعارونو سره، سره بيا هم په دولت او سياسی چارو کې د خپلو مخالفینو او رقیبانو د رښتينې ګډون او آزادې ونډې اخيستلو ټینګ مخالفت کوی. د سياسی مشارکت له پاره يوازې هغه لارې خلاصې پريږدی، چې په عمل کې په سياسی قدرت باندې د دوی د طبقې او همفکره انډیوالانو انحصار مات نه شی کړای. د خپل سياسی تسلط، دولتی ماشین، اقتصادی ځواک او نظامی زور له لاری د ملی شتمنیو په توزيع خپل انحصار او واک ساتی. د تولیدی مناسباتو په ایجاد، بدلون او څرنګوالی کې دخپل ځان د رهبری نقش د ساتلو له پاره له هرې ممکنې لارې او وسیلې ګټه اخلی.
د ټولنې د اجتماعی ژوندانه په اډانه او د افرادو دژوند پر شرایطو د سياست او سياسی تدبیرونو د اغیزې مثالونه په ډاګه ، په سياست کې د ټولوعاقلو او بالغو افرادو- نرو اوښځو، زړو او ځوانانو- د ګډون ښېګڼې او اړتياوې را په ګوته کوی. ټولې هغه ټولنيزې طبقې، قشرونه او شخصیتونه چې غواړی د هيواد او ټولنې شرایط د دوی د نظر او ګټو مطابق په مطلوب ډول واړوی، ورته ښايی چې د هر څه تر مخه په سياست او سياسی چارو کې فعال واوسی.
« هالګر بُرنر» د آلمان د سوسيال دموکرات جنبش سياست پوه وايی چې « هغه څوک چې سياست نه کوی، سياست به ورباندې کيږی.»
انسان یو اجتماعی موجود دی او د هغه د ژوند چاپيريال تل له ټولنیزو کشمکشونو ډک دی. د تاريخ په اوږدو کې په هره ټولنه کې د متضادو او متفاوتو اجتماعی طبقو، قشرو، حلقو او افرادو ګټې یوله بله سره ډیر ځله په تضاد، ټکر او سيالۍ کې لويږی. په دې کشمکشونو، مبارزو او سيالیو کې بريا د هغه طبقې، قشر، حلقې او شخصیتونو په لوری ده چې وکولای شی د خپلو ګټو د شریکانو زيات شمیر په سياسی ډګر کې فعال کړای شی. د سياسی چلندونو او تدبیرونو اغیزمن، مدرن او مثمر تکتیکونه او ستراتیژۍ زده او هغه عملا په کار واچولای شی.
له سياست او سياسی مبارزې څخه د يوې طبقې، قشر او ګروپ د غړو مایوسه کیدل، له مبارزې لاس اخيستل او بې تفاوته کښېناستل په عمل کې د خپلو مخالفينو او ضد ځواکونو له پاره د مبارزې او سياست د ډګر خالی کول، د رقیب او دښمن ارادې ته تسلیمیدل، د هغو اوامرو ته غاړه ایښودل او په پای کې د دښمن او سياسی رقیب په ګټه عمل کول دی.
پای
nghafury@yahoo.com