ژوندښکلی دی
ژباړه . محمدعلي عمري
.....
خپل ژوند مصرف کړه
خوښه ځيرشه
موږټول مصرف کونکي يو
نوپکارده چي ژوند مصرف کړو
تاسو دعطرو يوه ښيښه تر وروستي څاڅکي پورې مصرفوی داولې؟
ځکه چي ارزښت لري !
ژوند تردې کلماتو ډير ارزښتمند او قيمتي دی
هڅه وکړه څومره چي دې وس وي داژوند مصرف کړه .
دژوند فرصت په مصرف بدل کړه.
دژوند هیڅ فرصت دژوند کولو دپاره له لاسه مه ورکوه منظورمې دانه دی چي فقط کاروکړه او مال جمع کړه بلکه هدف مې دادی چي داژوند لمس کړه ټول استعدادونه چي لرې پرکاریې واچوه مه پریږده چي استعدادونه دي عبث ولاړشي
په یادولره که په هرډول شرایطوکښي یې خلګ غواړي له تاسره خبرې وکړي.
داشک مه کوه چي ژوند نه شې کولاي .
اودافکر ولې کوې چي هرڅوک دې له تاڅخه راضي شي
اصلا دا موضوع مهمه نه ده چي هرڅوک دې درڅخه خوښ او راضي شي .
دا انتظارمه کو ه چي ستا مور اوپلار تا په ناراحتي کښي وويني او ستا په نا ارامۍ او ناراحتۍ سر ه دوي هم ناراحته شي
ټول غير ضروري عددونه له خپلې زندګۍ څخه ليري وغورزوه له دې عددونو څخه کال. قد. وزن.او سایز دي .وزده کړو ته دوام ورکړه او تل په یادولوکې مشغوله اوسه.
ترڅوچي دې وس وي خانده.چي کله دې ترسترګواوښکي بهيږي هغه قبولې کړه صبر وکړه او پرمختګ ته دوام ورکړه. له خپلې زندګۍ څخه سپېره او اغزن رنګونه پاک کړه. ستره سرمايه سلامتي د ه له سلامتۍ څخه ګټه واخله
تردې سړک ورتېرشه او له غريبوښارونو او هېوادونو څخه ليدنه وکړه . خپلو بدو خاطراتوته مه درېږه هېریې کړه.
له دوستانوڅخه ددې خبرې کول چي مينه درسره لرم له لاس مه ورکوه. تل وخپل ځان ته ووايه چي داژوند بيرته نه راګرځي فقط څوشيبې دي چي زړ ه مې له دوستانو سره تپیږي.پر خداي اعتماد وکړه هیڅ کله به دې غمونه نکړي لاندې . پرخداي اعتماد يعني چي خداي زموږ څنګ ته دی .
وروستي