
د ترکیې خبري آژانس اناضول د خبر له مخې دغه هیواد خپل لومړنی لېرې واټن ویشتونکی توغندی ازمایلی دی.
یاد توغندی چې د (بورا ) په نامه یادیږي د ترکیې په سینوپ ولایت کې ازمایل شوی دی چې د ۲۸۰ کیلومتره واټن وهلو په ظرفیت جوړ شوی دی.
د ترکیې دفاع وزیر فکري اشق ویلي دي چې یاد توغندی په بریالي ډول ازمایل شوی دی او دقیقه موخه یې ویشتلې ده.
دا لومړی ځل دی چې ترکیه د اوږد واټن ویشتونکي توغندي د ازمایښت خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیه د دفاعي صنایعو په جوړولو کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي.