سنګري: ارزګان کي دمخکنیو قوماندانو پر مهال۱۰۰۰میله سپکې اودرنې وسلې ورکې سوي

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري رسنيو ته وویل، چې دده تر راتګ مخکي دمخکنیو امنیه قومندانانو  پرمهال تر زر میله ډيرې سپکې او درني وسلې ورکي سوي دي او هغوی له ځان سره وړي.
په ورته وخت کې یوتن مخکنی امنیه قوماندان روغ لیونی دسنګري دغه ادعاوي په کلکه ردوي او وايي چې دغه وسلې په جنګ کي تخریب شوي او له ځانه سره يي ندي وړي.
سنګري وايي په دغه ولایت کي مخکنیو امنیه قوماندانانو له دولتي امکاناتو شخصي ګټه پورته کړې او وسلې يې له ځانه سره وړي.
ددغه ولایت اوسني امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري رسنيو سره په خبرو کي وویل چې په دغه ولایت کي څه باندي ۱۰۰۰میله سپکې اودرنې وسلي نادرکه دي او اوس يي هیڅ ډول اسنادوجود نلري چي چاوړي دي.
نموړی وايي دغه وسلي  دمخکنیوامنیه قومانوندانوپرمهال ورکې شوي چې یو شمیرهغوی خپله هم ورسره وړي دي.