
د ټایلنډ نظامي شاهي دولت د فیسبوک کمپنۍ ته خبرداری ورکړی دی چې ژر تر ژره دې هغه پاڼې بندې کړي کومې چې د یاد هیواد د نظام او محاکمو پر خلاف تبلیغات تر سره کوي.
یاد هیواد فیسبوک ته د سه شنبې ورځې تر لسو بجو پورې ضرب الاجل ټاکلی دی تر څو یادې پاڼې له مینځه یوسي.
له دې سره سره په فیسبوک کې د له ۳۰۹ ټایلنډې صفحو څخه ۱۷۸ پاکې شوي دي خو یاد هیواد یې د نورو د له مینځه وړلو غوښتنه هم کړې ده.
د ټایلنډ ملي اړیکو کمیسیون غوښتنه کړې ده چې پاتې ۱۳۱ نورې پاڼې هم باید له مینځه یووړل شي او که داسې ونشي نو د یاد هیواد سایبري ځواک به یې پر وړاندې لاس په کار شي.
د ټایلنډ سایبري ځواک په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټر او یوتیوب کې ۸۲۰ داسې حسابونه تر نظر لاندې نیولي دي چې د یاد هیواد شاهي دولت ته پکې سپکاوی شوی دی.
د ټایلنډ اسیایي هیواد د شاهي کورنۍ او دولت پر وړاندې د نیوکو سخت قانون لري.