
د ویکي لیکس افشا کوونکي سازمان اعلان کړی دی هغه څوک چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اف بي آی پخواني رییس جیمز کومي تر مینځ د تلیفوني مکالمې د ثبت شوي غږ په بدل کې د ۱۰۰زرو ډالرو جایزه اعلان کړې ده.
ویکي لیکس به دا جایزه هغه چاته ورکړي چې نوموړي ثبت شوې خبرې دوی ته وسپاري تر څو یې خپرې کړي.
ټرمپ د مې په ۹مه د امریکا فدرال استخباراتو رییس ناڅاپي له دندې ګوښه کړ، نوموړي وویل چې پر ده یې خپل باور له لاسه ورکړی و.