
د داعش وسله والې ډلې د عراق ابوالکمال ښار کې خپل ۵ تنه غړي په دار کړي دي.
د سرچینو په خبره نوموړي کسان چې ټول د یادې ډلې عراقي غړي وو په دې جرم په دار شوي دي چې د داعش وسلې پر قاچاقبرو خرڅې کړي او بیا بېرته ترې پلورلې وې.
د نوموړو کسان د دقیق هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې داعش پرون هم په عراق کې ۴ تنه د جګړې له ډګره د تیښتې په تور اعدام کړي وو.