خطا !
دا سمـــــه تو به نه ده په ژړا نــــــــه حسابيږی
مسکا د ژړغونی په خـــــندا نــــــه حسابيږی
شيطان دی په لعنت شی چی تومت درباندی وايی
چــــــــــاپيره ښاپيريو کــــــــی ګناه نــــــــه حسابيږی
په کومو ګناه ګانو یی له لاسه وی نيولی ؟
د مات بنګړی تاوان خو په هیچا نه حسابيږی
د حورو ننداری خو جنتیانو ته روا دی
د دی شيبی ژوندون دی په سبا نه حسابيږی
کانی دی چی دحورو او غلمانو منځ کی ګرځی
قسمت دی جنتی ده په خطا نه حسابيږی
چټی پری دملا او دشیطان مخونه تور دی
په داسی ګنا ګانو کی پاچا نه حسابيږی
په دی ګناه دی نیسی چی ژوندون لره پيدا يی
که نه نو ټول ژوندون پری بیګناه نه حسابيږی
شاهانو کلی وران کړل په کو څو کی ملنګان شول
کچکول که تری نه واخلی په ګدا نه حسابيږی
نور سر له تيږی ساته مونږ دی سرته امان غواړو
دا هسی هور و درب کی تش ریښتیا نه حسابيږی
توبه دی له ګناه که يو وار وکوله ْ يونه ْ
محفل کی دی رندانو په لا لا نه حسابيږی
حبيب زی
فبروری 2010 فرانکفورت
وروستي