سعودي عربستان ته د طالبانو د يوې ډلې پلاوی تللی

طالبانو ته نږدې يوې سرچينې روهي ويبپاڼې ته د ملا رسول د جماعت د نشراتو مرستیال مولوي عبدالاحمد حماد له قوله ويلي، چې د طالبانو يو پلاوی سعودي عربستان ور غوښتی دی.
سرچینې چې د خپل نوم  په ډاګه کیدو سره يې هوکې نده کړې زیاتوي، چې د عبدالرحمن زاهد تر مشرۍ لاندې يو پلاوی، چې په کې دعلماء كرامو مشرشيخ الحديث مولوي إسماعيل او د خوست سابقه والي مولوي عبدالروف خدام او نور مشران هم شامل دي، د سعودي عربستان په بلنه د افعانستان مسالې او سولې مذاكراتو په نيت سعودي عربستان ته په سفر تللي دي، چې پایلې به يې وروسته په ډاګه شي.