
د امریکا د FBI یا فدرال پولیسو ادارې یوه چارواکي د امریکا د اوسني واکمن او ادارې پر وړاندې له ګواښه ډکې څرګندونې کړي او ويلي، چې د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ له کنټرول نه بهر شوی او دولت به يې ښه عاقبت و نه لري.
دغه چارواکي، چې نوم يې نه دی په ډاګه شوی، د CNBC رسنۍ ته په مرکه کې ويلي: د (اف بي ای) مشر جیمز کومی لیرې کول د ټرمپ لخوا به ښه پایله و نه لري او د امریکا د يوه ډير مهم ارګان خپلواکي په خطر کې اچوي.
د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ، تیره اونۍ د (اف بي ای) مشر جیمز کومی د لیرې کولو پرېکړه په ناڅاپي توګه د يوې وینا پر مهال اعلان کړه.