
د پاکستان پولیسو شېبه مخکې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې، د پاکستان د سنا د رييس مرستیال عبدالغفور حیدري د موټرو پر کاروان باندې د چاودنې خبر ورکړ.
په دغه چاودنه کې تر اوسه د ۱۷ تنو د ژول کیدو او د لسګونو نور د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی، چې نوموړی مرستیال هم ټپي شوی.
داسې هم ويل کيږي، چې کیدی شي چاودنه يو ځانمرګی برید وي، خو کره مالومات لا تر اوسه نشته.
د ځينې ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او د دې احتمال شته، چې د وژل شوو شمېر نور هم زیات شي.