ویډیو: ايراني پولیسو يوه نجلۍ د «بدحجابۍ» په تور تر موټر لاندې کړه

په ټولنیزو رسنیو کې یوه داسې جنجالي ويډیو خپره شوې، چې ويل کيږي په تهران کې اخیستل شوې.
د دې ويډيو نېټه څرګنده نه ده، خو په ویډيو کې ښکاري چې يوه ځوانه جینۍ د پولیسو موټر نه د دعوا او جنجال په حال کې راښکته کيږي او کله چې موټر مخې ته دريږي، نو پولیس موټر ورباندې خيژوي.
د دې جينۍ برخلیک نه څرګنديږي، ځکه هغه څوک چې ويډيو اخلي له شوک سره مخ کيږي.