
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ سره د لیدنې پر مهال ویلي دي چې جرمني به افغانستان ته نور ځواکونه ونه لېږي.
نوموړې ویلي دي چې جرمني په افغانستان کې خپل غیر جګړه ییز ماموریت ته ژمن دی خو په نظر کې نه لري چې نور ځواکونه دې هم هلته ولیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو مشر ویلي دي چې که چېرې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ډېرښت اړتیا ولیدل شوه نو د ناټو له ټولو غړو به وغواړي چې هلته ځواکونه ولیږي.
په دې اړه به تصمیم د مې میاشتې په ۲۵ تر سره شي.
جرمني په افغانستان کې د زرو په شاوخوا کې ځواکونه لري چې افغانستان شمالي ولایت بلخ کې میشت دي.