
د امریکا د اطلاعاتو ملي ادارې مشر ډان کوټېس ویلي دي چې ایران په سوریه کې له ۱۰ زره بهرنیو وسله والو څخه ملاتړ کوي.
نوموړي جنګیالي افغان، عراقي او پاکستاني شیعه ګان دي چې د سوریې جګړې لپاره د ایران له خوا روزنه او مرسته ورسره کیږي چې د سوریې حکومت بشار اسد پر ملاتړ جګړه کوي.
نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس اطلاعاتي کمیټې ته په یوه غونډه کې وکړه.
په سوریه کې د ایران سپاه پاسدارانو له خوا د افغان شیعه جنګیالیو ډله د لوای فاطمیون په نامه نومولې ده او ایران وايي چې په سوریه کې د وژل شوو افغانانو له کورنیو سره د دوی د شهید بنیاد له خوا مرسته کیږي.